د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د اګست په اتلسمه نېټه د هسپانيا د برسيلونا په مرکز کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه د باروړونکي موټر د ورختلو د ترهګريزې پېښې له امله د دغه هېواد صدراعظم ماريانو راجوی ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.
نوموړي وويل، چې زه د چين د حکومت په استاريتوب مړو شويو کسانو او د دوې خپلوانو ته خواخوږي او همدردي څرګندوم. چين د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د هېواد د امنيت د ساتلو په هکله د هسپانيا له کوښښونو څخه ملاتړ کوي او غواړي د هسپانيا په شمول له بېلا بېلو هېوادونو سره د نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |