د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اګست په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې تر اوسه پورې د هسپانيا په برسيلونا کې د ترهګريز بريد له امله د چين د تايوان ولايت ۲ کسان سخت ټپيان شوي دي او د هانګ کانګ يو وطنوال ټپي شوی دی.
د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه د هسپانيا د برسيلونا په مرکز کې د ترهګريز بريد له امله لږ تر لږه ۱۳تنه وژل شوي دي.وياندې هوا وويل چې چين د دې پېښې سخته غندنه کوي او پر وژل شويو کسانو خپګان او ټپيانو او د وژل شويو کسانو کورنيو ته د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |