CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت له امريکا او جاپان څخه غوښتنه وکړه چې د دياو يو داو ټاپو او جنوبي سمندر مسئلو په اړه غلطې خبرې ونه وايي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-18 20:50:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۱۸مه نېټه له امريکا او جاپان څخه غوښتنه وکړه چې د دياو يو داو او جنوبي سمندر مسئلو په باب مسؤلانه رويه ونيسي، غلطې خبرې ونه وايي او د سيمه ييزې سولې د ساتلو لپاره ګټور تدابير ونيسي.

يو خبريال پوښتنه وکړه چې څو ورځې مخکې د امريکا او چاپان خارجه وزيرانو له خبرو اترو نه وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره وکړه او بيا يې تائيد کړه چې دياو يو داو ټاپو د امريکا او جاپان د امنيت د ساتنې تړون په چوکاټ کې دی، د جنوبي سمندر حالاتو ته يې پاملرنه څرګنده کړه. چين په دې اړه څه نظر لري؟

وياندې هوا وويل، چې چين د امريکا او جاپان يادو خبرو ته پاملرنه کوي. د دياو يو داو ټاپو او جنوبي سمندر په اړه د چين دريځ ښکاره دی. د چين حکومت او خلک د خاورو د بشپړتيا او حاکميت د ساتلو لپاره ټينګ هوډ او اراده لري. د تش په نامه د امريکا او جاپان د امنيت ساتنې تړون چې د سړې جګړې په موده کې لاسليک شوی، د جاپان د ناقانونه غوښتنې لپاره زمينه نه ده او د چين خاورو او حاکميت ته زيان زيان نه شي رسولی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای