CRI Online

شي جين پينګ د چينګ های او شي ځانګ د لوړې سيمې په اړه د عمومي علمي څيړنې دوهمې پروژې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-20 15:30:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چينګ های او شي ځانګ د لوړې سيمې په اړه د عمومي علمي څيړنې دوهمه پروژه د اګست په نولسمه نېټه په لاسا ښار کې پرانيستل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ دغې پروژې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه او ټولو کارپوهانو، څيړونکو، ځوانو زده کوونکو او کارکوونکو ته يې نيکې هيلې او مبارکي وويله.

نوموړي وويل، چې د چينګ های او شي ځانګ لوړه سيمه د نړۍ بام، د اسيا د اوبو سرچينه او د ځمکې کرې درېيم قطب دی. دغه راز، دغه سيمه د چين د ايکولوژيکي امنيت ضمانت، د ستراتيژيکو منابعو د ذخيرې اډه او د چيني ملت د ځانګړي کولتور مهم ساتونکی ځای دی. په دغه پروژه کې به د دغې سيمې د چاپيريال د بدلون عوامل او لاملونه پيدا شي او د ايکولوژيکي امنيت ساتونکی سيستم به بشپړ شي چې دا د دغې سيمې د پر له پسې پرمختګ، د چين د ايکولوژيک مدنيت د ابادۍ او د چاپيريال د ساتنې لپاره ډېر اهميت لري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای