CRI Online

د فو شينګ په نوم د ګړندي اورګاډي سرعت به هر ساعت درې سوه او پنځوسو کيلومترو ته ورسېږي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-21 09:35:52

خبريال د چين د پټليو له عمومي شرکت څخه خبر واخيست چې د اورګاډو کرښو نوي نقشه به د سپتمبر په يووېشتمه نېټه وکارول شي. په هغه وخت کې د فو شينګ په نوم د ګړندي اورګاډي سرعت به هر ساعت درې سوه او پنځوسو کيلومترو ته ورسېږي.

د مالوماتو له مخې، د فو شينګ په نوم د ګړندي اورګاډي د سرعت د چټکوالي ازموينې په تيرې جولای کې بشپړې شوي، د سرعت د چټکولو وروسته، د بېجينګ او شانګهای تر منځ د چټک اورګاډي د واټن وهلو وخت به څلور نيمو ساعتونو ته رالنډ شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای