CRI Online

په دوربان کې شي جين پينګ د لومړي ځل لپاره د بريکس هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-21 14:53:03

په ٢٠١٣ کال کې د بريکس هېوادونو پنځمه سرمشريزه غونډه د جنوبي افريقا په دوربان کې تر سره شوه.دا لومړی ځل و چې رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې ګډون کوي. خو د دې غونډې د جوړېدو تر څلورو کلونو وروسته د رئيس شي جين پينګ وينا څه اهميت او اغيزه لري؟ په نننۍ تبصره کې به تاسو ته اړوند معلومات وړاندې کړو.

دوربان په جنوبي افريقا کې درېيم لوی ښار ګڼل کيږي چې نه يوازې د سيلانۍ بلکې د غونډو د تر سره کېدو لپاره يو ښه ځای هم دی.په ٢٠١٣ کال کې جنوبي افريقا د کوربه هېواد په توګه د دې ښار د نړيوالو غونډو په مرکز کې د بريکس هېوادونو سرمشريزه غونډه تر سره کړه . اوس مهال د دې مرکز په ديوالونو باندې د دې غونډې د تر سره کېدو نښې لاهم ليدل کيږي.

سکوټ لانګلي د ياد مرکز د بازاري پلورنې مسئول دی او په دی نظر دی چې د دوربان نړيوال مرکز غنی تجربه لرونکی دی او مسلکي خدمتونه تر سره کولی شي ، نو په دې وجه دغه مرکز د يادې غونډې د تر سره کېدو ځای په توګه انتخاب شوی و.هغه وويل(اواز........)د دوربان د نړيوالو غونډو مرکز د جنوبي افريقا د نړيوالو غونډو لومړی مرکز دی او د نړيوالو فعاليتونو د تر سره کولو لپاره غني تجربې لرو.په عين وخت کې موږ د کوربه خوا له غوښتنې سره سم فعاليتونه ترتيبوو.سربېره پردې موږ د امنيت ساتلو لپاره د لوړې کچې تدبيرونه هم نيسوو چې دا د بريکس هېوادونو د سرمشريزې غونډې لپاره ډېره مهمه ده.زما په اند د دغو عواملو د شتون له امله زموږ مرکز د بريکس هېوادونو د سرمشريزې غونډې د تر سره کېدو ځای په توګه انتخاب شو.

د بريکس هېوادونو د سرمشريزې غونډې تر اغيزې لاندې په تېرو دوو کلونو کې د دوربان د نړيوالو غونډو په مرکز کې د بريکس هېوادونو په اړه ډېرې غونډې تر سره شوې.هغه وويل(اواز..........) تېر کال مو له دوو چيني پلاويو سره همکاري وکړه او شاوخوا دوه کاله دمخه د روسيې د منع شويو درملو اتحاد دلته يوه غونډه تر سره کړه.دغه راز روان کال د جنوبي هند د اقتصادي پرمختګ فورم زموږ په مرکز کې تر سره شو.که د بريکس هېوادونو سرمشريزه غونډه دلته نه وه تر سره شوې،ښايي دومره زيات فعاليتونه زموږ په مرکز کې نه وو تر سره شوي.

په ٢٠١٣ کال کې لومړی ځل و چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې ګډون وکړ او پکې يې د همکارۍله لارې د ګډ پرمختګ موندل تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه. هغه وويل چې د سولې لټول،د همکارۍ له لارې د ګډ پرمختګ موندل او ګډ برياليتوب زموږ ګډه هيله او مسئوليت دی .له بريکس هېوادونو سره د همکارۍ پياوړتيا تل د چين په ديپلوماتيکې تګلارې کې لومړيتوب دی . چين به په دوامداره توګه له بريکس هېوادونو سره همکاري پياوړې کړي تر څو د بريکس هېوادونو اقتصاد نور هم پرمختګ وکړي،د خپلمنځي همکاريو جوړښت نور هم بشپړ او همکاريزې لاسته راوړنې لازياتې شي.په عين وخت کې له دې امله به د بېلا بېلو هېوادونو خلک ترې رښتينې ګټې تر سره کړي.

د جنوبي افريقا د نړيوال ديالوګ د څېړنيز مرکز څېړونکي فرانسيس کورنيګای له دې سره موافق دی چې رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې ويلي چې بايد په نړۍ کې د همکاريو اړيکې ټينګې شي تر څو د بېلا بېلو هېوادونو ګډ پرمختګ او سمسورتيا رامنځته شي.د ده په اند د دغو اړيکو محتويات غني دي او بايد ور ته پرمختګ ور کړی شي. هغه وويل(اواز..........)زما په اند په نړۍ کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ همکاري د اهميت وړ ساحه ده.د بريکس هېوادونو تر ميکانيزم لاندې بايد د دغو اړيکو د پرمختګ لپاره يوه ستراتيژي جوړه شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای