د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د نړيوال پرمختګ د پوهنې مرکز پرانيستونکي مراسم يعنې د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پلي کولو په اړه د چين راپور د خپرونې غونډه د اګست په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې مناسبت يادو مراسمو ته يو پيغام ولېږه.
په دغه پيغام کې رئيس شي ويلي چې د دواملرونکي پرمختګ اجنډا پلې کول د اوسنۍ نړيوالې همکارۍ او د نړيوالې ټولنې ګډه دنده ده.د چين حکومت د دې اجنډا پلې کولو ته په درنه سترګه ګوري او د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پلي کېدو په اړه يې يوه لايحه تصويب کړې ده.چين به د دې اجنډا د پلي کولو لپاره پر له پسې کوښښ وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |