CRI Online

د چين نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان د امريکا د AP خبري اژانس له مشر ګاري پرويت سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-08-21 16:41:09

د چين نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان د اګست په ۲۱مه نېټه د امري:ا د APخبري اژانس له مشر ګاري پرويت سره ملاقات وکړ. دواړو خواوو د مطبوعاتو د پرمختګ او بدلون او خلکو ته د ښو خبرونو د برابرولو په هکله سلامشورې وکړې.

وانګ ګنګ نيان وويل چې اوس انټرنيټ پر مطبوعاتو ژوره اغيره لري چې مطبوعاتي څانګې د انټرنيټ د پرمختګ او د ډيجيټل شکل د بدلون په شمول له ننګونو سره مخامخ دي. په وروستيو کلونو کې د چين نړيواله راډيو له عنعنوي راډيو څخه په نويو خبري رسنيو کې د بدلون بهير بشپړ کړی دی.

ګاري پرويت وويل د APخبري اژانس له چين نړيوالې راډيو سره نژدې همکاريزې اړيکې لري او غواړي چې د نويو خبري رسنيو په کارونو کې ورسره همکارې پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای