د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا او جنوبي کوريا ترمنځ کلني پوځي تمرين د اګست په ۲۱مه نېټه پيل شو. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ په همدې ورځ وويل، چې ياد تمرين د کوريا تاپووزمې د ترينګلې اوضاعو د ښه والي لپاره ګټور نه دی. اړوندې خواوې بايد د دوه لاس اخيستنې په اړه د چين وړانديز تر غور او پام لاندې ونيسي چې له مخې به امريکا او جنوبي کوريا له پوځي تمرين څخه لاس واخلي او شمالي کوريا به د ذروي توغنديو له اړوندو کړنو څخه لاس واخلي.
نوموړې وويل، چې اوسمهال د کوريا ټاپووزمې اوضاع ډېره پيچلې او حساسه ده. شمالي کوريا، امريکا او جنوبي کوريا بايد د دغې مسئلې د حلولو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي. زموږ په اند، ياد تمرين د اوسنيو اوضاعو د ښه والي او د سوله ييزو خبرو اترو د بيا اعاده کېدو لپاره ګټور نه دی. نو موږ له اړوندو خواوو څخه غواړو چې د دوه لاس اخيستنې په اړه د چين وړانديز تر غور او پام لاندې ونيسي او مثبت رول ولوبوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |