CRI Online

چين له هند څخه غواړي چې د رښتينې سرحدي کرښې درناوی او احترام وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-21 20:01:59

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، څو ورځې مخکې د چين او هند سرتيريو د دواړو هېوادونو په سرحدي سيمه کې شخړه د خبري رسنيو د پاملرنې وړ وه. د اګست په ۲۱مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د دغې پېښې معلومات شريک کړل.

نوموړې وويل، چې د چين د تحقيقاتو له مخې، د اګست په ۱۵مه نېټه د چين د سرحدي دفاعي ځواکونو سرحدي کرښې ته نژدې چيني خاوره کې د عادي ګزمې په ترڅ کې د هندي ځواکونو له بنديز سره مخامخ شو. هندي ځواکونو په زور سره له چيني سرتيريو سره ټکر وکړ چې له امله يې چيني سرتيري ټپيان شوي دي.

نوموړې دې ته اشاره وکړه چې د هند دغه کړه وړه د سرحدي سيمې د امنيت د ساتلو په هکله د دواړو هېوادونو ترمنځ له تر لاسه شويو ګډو نظريو څخه سرغړونه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سيمو اوضاعو ته زيان رسوي. چين په دې نسبت هند ته سخت احتجاج کړی دی. چين له هند څخه غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړوندو تړونونو درناوی وکړي او په ۱۹۵۹م کال کې ټاکل شوې رښتينې سرحدي کرښې له مخې خپل سرحدي ځواکونه کنترول کړي، تر څو د دواړو هېوادونو د سرحدي سيمې امنيت او ثبات وساتل شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای