د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان پوځ د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه وويل چې د دې هېواد په شمال لويديځ قبايلي سيمه کې يې د خيبر -٤ په نوم د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې ښې پايلې تر لاسه کړې او ټاکلي موخه يې تر سره کړې ده.
د دې هېواد د دريو پوځونو د مطبوعاتي ادارې مشر اصف غفور په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې د يادې مبارزې له پيل راهيسې پاکستاني پوځ افغانستان ته نژدې د خيبر او شمالي وزرستان په قبايلي سيمو کې له ترهګرو سره مبارزه کړې او د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې يې د دوی د تګ راتګ لار بنده کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې په دې مبارزه کې ٥٢ تنه ترهګر وژل شوي او ٣١ تنه نور ټپيان شوي دي،دغه راز د پاکستاني پوځ دوه تنه مړه او ١٥ تنه نور ټپيان شوي دي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |