CRI Online

يانګ جي چه د پاکستان د ديپلوماتيکو او دولتي چارو له سکريترې تهمينه جنجوعه سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-22 09:27:49

د سينهوا اژانس د خبرله مخې د چين ددولتي شورا غړي يانګ جي چه د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د ديپلوماتيکو او دولتي چارو له سکريترې تهمينه جنجوعه سره وکتل.

يانګ جي چه وويل چې د اوسني نړيوال حالت پر وړاندې د چين او پاکستان ترمنځ ستراتيژيکې تبادلې ډېرې مهمې دي. دواړه خواوې بايد د لوړ پوړي چارواکو ترمنځ تګ راتګ وساتي ،د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې دې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادول پرمخبوزي،په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکاري دې پياوړې کړي او د م م او د شانګهای د همکارۍ سازمان په شمول څو اړخيزو اورګانونو کې دې خپلمنځی همغږي زياته کړي تر څو سيمه ييزه سوله او ګډ پرمختګ رامنځته شي.

تهمينه جنجوعه وويل چې پاکستان به د چين له کليدي ګټو سره تړاو لرونکو مسئلو په هکله له چين څخه ټينګ ملاتړ وکړي او د ياد دهليز د ابادولو لپاره هڅه کوي او غواړي چې په سترو نړيوالو مسئلو کې له چين سره همغږي پياوړې کړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای