CRI Online

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کورنيو سيلانيانو شمېر له دوه مليارډو او پنځه سوه مليونو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-08-22 10:51:38

د چين د اقتصاد ورځپاڼې خبر ور کړ چې په دې وروستيو ورځو کې د چين د سيلانۍ ادارې د شمېرنې مرکز د ٢٠١٧ کال په لومړۍ نيمايي کې د سيلانۍ شمېرنې راپور خپور کړ چې له مخې يې د همدې کال په لومړي نيمايي کې د کورنيو سيلانيانو شمېر دوه مليارډه پنځه سوه اووه دېرش مليونه تنو ته رسېدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ١٣ اعشاريه پنځه زيات شوی دی.په دې جمله کې د ښاريانو شمېر يو مليارډ اووه سوه اووه پنځوس مليونه تنه و چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ١٥ اعشاريه ٨ زيات شوی دی .دغه راز په دې جمله کې د کليوالو شمېر اووه سوه اتيا مليونه تنه و چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته اعشاريه پنځه زيات شوی دی. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای