د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه په تلويزيوني وينا کې وويل چې که امريکايي پوځ له افغانستان څخه ووځي ، نو په دې هېواد کې به تاوتريخوالی رامنځته شي.امريکايي پوځ بايد د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره جګړه وکړي او د دې ترڅنګ پر دې يې هم ټينګار وکړ چې افغان حکومت بايد خپله دنده پر غاړه واخلي. امريکا دې ته تمه لري چې په افغانستان کې رښتيني اصلاحات تر سره شي.
ترمپ وويل چې د زياترو امريکايانو په شان هغه پرې خپه دی چې امريکا د افغانستان جګړې په تل کې ډوبه شوې ده او لومړۍ يې غوښتل چې امريکايي پوځ له دې هېواد څخه ووځي، خو د افغانستان پر مسئلې تر څېړنې وروسته په دې اند دی چې که امريکا له افغانسان څخه خپل پوځ وباسي،نو د داعش ډلې او القاعدې سازمان په شمول ترهګريزې ډلې به بيا تاوتريخوالی جوړ کړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |