CRI Online

د بريکس هېوادونه د توليدي توان په برخه کې يو د بل کمښت پوره کولای شي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-22 16:11:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بريکس هېوادونو نهمه سرمشريزه غونډه به په راتلونکې سپتمبر کې د چين د فو جيان ولايت په شا من ښار کې ترسره شي. د چين د اوسنيو نړيوالو اړيکو د څېړنې ادارې د اقتصادي د څېړنې څانګې پخوانې مشرې مېرمن چن فنګ ينګ د اګست په ۲۱مه نيټه وويل د برېکس هېوادونه د توليدی توان په برخه کې يو د بل کمښت پوره کولای شي، نو بايد خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

د يوې شمېرنې له مخې، له ۲۰۰۶کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د بريکس هېوادونو د کورنيو توليداتو ارزښت يعنې GDP د کردې نړې په عمومي اندازه کې له دوه ويشت اعشاريه نهه سلنې څخه دېرش اعشاريه اوه سلنې ته لوړ شوی چې د نړيوال اقتصاد په پرمختګ کې يې د دوه پنځوس سلنې خدمتونه ترسره کړي دي. خو په وروستيو کلونو کې د بريکس هېوادونو د اقتصادي پرمختګ په ساحه کې توپيرونه رامنځته شوي، د روسيې، برازيل او جنوبي افريقا د افتصادي پرمختګ سرعت لږ ورو شوی. مېرمن چن فنګ ينګ وويل، د اقتصادي پرمختګ توپير يو تمايل دی او دغه توپيرونه به د توليدي توان په برخه کې د بريکس هېوادونو ته د همکارۍ لا زيات فرصتونه برابر کړي. دې وويل

(( د توليدي توان په برخه کې د بريکس هېوادونو يو د بل کمښت پوره کولی شي. د بېلګې په توګه، د روسيې، برازيل او جنوبي افريقا د اقتصادي پرمختګ سرعت لږ ورو شوی، څرنګه چې اقتصادي بنسټ يې انرژۍ دی او د صنايعو په برخه کې يې توان لږ کمزوری دی. نو دوی په دې ساحه کې له چين سره لا ژوره همکاری کولی شي. دغه ټکی به د شا من په سرمشريزه غونډه کې ښکار شي. ))

د بريکس انکشافي بانک چې د ۲۰۱۵ کال په جولای مياشت کې په کار ولوېد، د پولي ملاتړ په وسيله د توليدي توان په برخه کې د بريکس هېوادونو همکارۍ هڅوي او د بېلا بېلو هېوادونو د صنعت کېدو بهير او د اقتصادي کچې د لوړتيا بهير پرمخبوزي. دغه بانګ د بريکس د پنځو هېوادو لخوا جوړ شو او اصلي پانګې يې سل مليارډه امريکايې ډالره دي چې د پنځو هېوادونو لخوا په منځني توګه لګول شوې، د دې بانک عمومی مقر د چين په شانګهای ښار کې پروت دی. دغه بانک په تېر کال کې نور هېواد ته په پورونه ورکولو پيل وکړ چې اوو پروژو ته يې د يو اعشاريه پنځه مليارډو ډالرو په ارزښت پورونه ورکړي. هغه هېوادونه چې بنسټ تاسيسات يې ضعيف دي، د پورونو تر لاسه کولو وروسته له نورو هېوادونو سره همکاري کولی شي. د مېرمن چن فنګ ينګ په اند، د بريکس انکشافي بانک د بريکس هېوادونو ترمنځ همکارۍ د عملي کېدو يوه مهمه نښه ده او بايد د دې بانک رول لا زيات ولوبول شي. هغې وويل

((دغه بانک د پرانيستلو تر لنډ وخت وروسته په کار لوېدلی، موږ بايد پر دې وپېژنو چې دغه بانک د نړيوال اقتصاد د ادارې يوه نښه ده او د بريکس هېوادونو د نوښتې همکارۍ بنسټ دی. د بريکس هېوادونو همکاريز نظام لس کاله تېر شوی او ويل کېږی چې دا زموږ د همکارۍ د عملي کېدو لس کلن بهير دی، دغه بانک د همکارۍ د عملي کېدو تر ټولو مهمه نښه ده. ))

مېرمن چن فنګ ينګ وړانديز وکړ چې د بريکس د انکشافي بانک نه پرته، د توليدي توان په برخه کې د بريکس هېوادونو همکاری د حکومت او ټولنيزو پانګو ترمنځ د همکارۍ شکل يعنې د PPP شکل په وسيله عملي کېږي. هغې وويل

(( شخصي اقتصاد يعنې شخصي پانګې د بريکس په پنځو هېوادونو کې ډېر زياتې دي. که موږ په ښه توګه د PPP شکل وکاروو او له دغو شخصي پانګو سره د حکومت همکارۍ پرمخبوزو، نو په اقتصادي پرمختګ کې د ده هڅونکي رول به د اسيا د پانګونې بانک او يا د بريکس د انکشافي بانک په نسبت ډېر زيات وي. نو په همکارۍ کې نوښتې طريقې ډېرې مهمې دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای