د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۲۱مه نېټه د افغانستان په اړه نوې ستراتيژي اعلان کړه چې له مخې به يې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به يې راتلونکې عمده موخه وګرځي.افغان حکومت،کارپوهانو او خلکو د دې ستراتيژۍ په اړه بېلا بېل غبرګونونه ښودلي دي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې ستراتيژۍ هرکلی کړی.د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په قول د امريکا نوې ستراتيژي د افغان امنيتي ځواک د ابادۍ او د هېواد ثبات د ساتلو لپاره ګټوره ده.افغان حکومت به د اصلاحاتو بهير چټک کړي او د فساد د له منځه وړلو او د حکومت شفافيت د پياوړتيا لپاره به کوښښ وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |