CRI Online

د م م سرمنشي هيله لري چې له سياسي لارې د افغانستان مسئلې حل شي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-23 14:30:21

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه نوې ستراتيژي اعلان کړه.د م م سرمنشي انتونيو ګوتيريس د اګست په ۲۲مه نېټه وويل،هغه هيله لري چې د افغانستان مسئلې به د نړيوالې ټولنې په مرسته له سياسي لارې حل شي.

د ګوتيريس وياند سټيفن دوجاريک په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د م م سرمنشي هيله لري چې نړيواله ټولنه به د افغان مسئلې د سياسي حل لپاره کوښښ وکړي څو چې په دغه هېواد کې سوله رامنځته شي.هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د م م مرستندويه ډله به هم د دې موخې د پوره کېدو لپاره کوښښ وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای