CRI Online

د افغانستان بېلابېلې ټولنې د امريکا د نوې ستراتيژۍ په هکله مختلفې نظريې څرګندوي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-23 16:37:36

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اګست په ۲۱مه نېټه د افغانستان په اړه نوې ستراتيژي اعلان کړه او دې ته يې په اشارې وويل چې اوسمهال امريکا له افغانستان څخه خپل پوځ ونه باسي او په راتلونکې کې به د مهم هدف په توګه د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي. (اواز)

امريکا به په مداومه توګه د افغانستان د حکومت او پوځ ملاتړ وکړي چې له طالبانو سره جګړه وکړي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وويل چې امريکا به له افغانستان څخه خپل پوځ ونه باسي او د واقعي جنګي حالاتو له مخې به هلته پاتې شي خو پلان شوی مهال ويش نه لرو، دوی به پوځي فعاليت تر سره کړي. هغه په ورته وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې د افغانستان حکومت بايد خپله دنده پلي کړي او امريکا هيله لري چې په افغانستان کې نوي اصلاحات او پرمختګ وګوري.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د اګست په ۲۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا د نوې ستراتيژۍ هرکلی څرګند کړ. اعلاميې د ولسمشر اشرف غني په وينا ويلي د ګډو امنيتي ګواښونو له امله د امريکا او افغانستان تر منځ اړيکې ټينګې شوې. د امريکا نوې ستراتيژي په افغانستان کې د افغان امنيتي قواوو د پياوړتيا او د هېواد د ثبات ساتلو لپاره کټوره ده. د افغانستان حکومت به د بېلا بېلو اصلاحاتو د اجنډاوو پلي کول چټک کړي، فساد به له منځه يوسي او د حکومت شفافيت او کاري اغيزې به لوړې کړي.

ولسمشر اشرف غني د اګست په ۲۲مه نېټه په کندهار کې د ځايي فبايلې سيمو له مشرانو سره ګډه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. هغه وويل (اواز)

نن يوه ځانګړې ورځ ده، څرنګه چې د امريکا ولسمشر څو ساعته مخکې يوه وينا وکړه او د افغانستان په اړه يې عمده مالومات خپاره کړل چې په راتلونکې کې به له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو مهال ويش جوړ نه کړي او امريکا به په په دايمي توګه له افغانانو سره يو ځاي وي. زه هيله لرم چې تاسي اوريدلې وي.

د افغان خبريال تواب محمد وويل (اواز)

د افغانستان په اړه د ټرمپ پريکړه د افغانانو لپاره يو ښه خبر دی، څرنګه چې اوسمهال زموږ له هېواد څخه د امريکايي پوځ د وتلو ښه وخت نه دی. که اوس امريکايي پوځ له افغانستان څخه ووځي، سخته نتيجه به رامنځته شي.

د امريکا د نوې ستراتيژۍ په هکله د طالبانو وياند ذبيع الله مجاهد وويل که امريکا له افغانستان څخه خپل پوځ ونه باسي، افغانستان به ژر د يوويشتمې پيړۍ په وخت کې د يو سوپر هېواد مقبره وګرځي. هغه وويل چې امريکا بايد له افغانستان څخه د خپل پوځ د ايستلو پر ستراتيژۍ فکر وکړي، او جګړه دې نه کوي.

د افغانستان د عامو افکارو له مخې دغه نوې ستراتيژي به د افغانستان د پوځ هوډ او باورپياوړی کړي، خو په لنډ مهالي وخت کې عمومي حالات نه شي بدلولی، اوسمهال بايد ژر د افغانستان په دننه کې د بېلا بېلو ډلو تر منځ سياسي منځګړيتوب رامنځته شي. برسيره پر دې د امريکا ريښتنې موخه په افغانستان کې د پوځي قواوو ساتل دي، امريکا په جنوبي اسيا کې د افغانستان د جيوپولتيکس مهم ځای او سرچينو ته پاملرنه کوي. افغانستان په نژدي اوولسو کلونو کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډوب کړ چې دا نيغ په نيغه له امريکا سره ټينګې اړيکې لري.

په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ناټو ائتلاف د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې جنګي دنده پای ته رسولې ده او وروسته يې په عمده توګه د افغانستان د امنيتي پوځ د روزنې او تخنيکي چارو برابرولو ملاتړ کړی دی. په افغانستان کې د اوضاعو د پر له پسي خرابولي سره سره د امريکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما تر مشرۍ لاندې حکومت څو څو ځله له افغانستان څخه د خپل پوځ د ايستلو ګامونه ورو کړي. اوسمهال په افغانستان کې د امريکايي پوځ شمېر شاو خوا اته زره څلور سوه تنه دی او د ناټو او د نورو هېوادونو د پوځيانو شمير شاو خوا پنځه زره تنه دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای