CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-23 21:13:57
افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې له روزونکي لالچند راجپوت سره تړون نه غځوي

افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې له روزنکي لالچند راجپوت سره اوسنی یو کلن تړون، چې د روانې اګست میاشتې تر پای پورې دی، نور نه غځوي. ښاغلي راجپوت د ملي لوبډلې په روزنه کې خپل پوره وس کړی او د افغانستان کرکټ بورډ له نوموړي څخه مننه کوي. افغانستان کرکټ بورډ د نوي روزونکي د ټاکلو لپاره هلې ځلې پېل کړي دي تر څو یو پیاوړی روزنکی په دنده وګماري. د کرکټ بورډ اداره هڅه کوي چې د ملي لوبډلې لپاره پوره او وړ حمایوي ټیم ولري

.

د زونونو په کچه دغازي امان الله خان یو ورځينیو سیالیود لومړي پړاو اتلولي سپين غر لوب‌‌‌‌‌‌ډلې خپله کړه.

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان یو ورځينۍ سیالۍ چې په خوست کې پيل شوې وې، نن یې په غازي امان الله خان نړیوال لوبغالي کې پای لوبه د بوست او سپين غر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. سپين غر لوبډلې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. بوست لوبډلې په 43,2 اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره سپين غر لوبډلې ته د 148 منډو هدف ورکړ چې پکې ترټولو زیاتې 48 منډې طارق ستانکزي جوړې کړې او د سپين غر له لورې کریم جنت د بوست لوبډلې 5 لوبغاړي وسوځول.

سپين غر لوبډلې په 23,1 اورنو کې د 5 لوبغاړو په سوځيدو سره ټاکلی هدف پوره کړ او د غازي امان الله خان یو ورځينیو سیالیو اتلولي یې خپله کړه. د سپين غر له لورې تر ټولو زیاتې 68 منډې دروېش رسولي جوړې کړې او ګلبدین نایب د سپين غر لوبډلې 4 لوبغاړي وسوځول.

کریم جنت چې په ننۍ لوبه کې یې د بوست لوبډلې 5 لوبغاړي سوځولي وو، د پای لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د غازي امان الله خان د یو ورځينیو سیالیو د غوره توپ وهونکي جایزه رحیم منګل ته، د غوره توپ اچونکي جایزه کریم جنت ته، د غوره لوبغاړي جایزه ګلبدین نایب ته او د ځوان استعداد لوبغاړي جایزه دروېش رسولي ته ورکړل شوه.

افغان کرېکټ بورډ: داسې روزونکي ته اړتيا لرو چې نړيواله تجربه ولري

 

لال چند راجپوت شاوخوا یو کال مخکې د افغانستان له ملي لوبډلې سره یو ځای شو

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د ملي لوبډلې له مشر روزونکي لال چند راجپوت سره کاري تړون به تر دې وروسته نه اوږدوي او د کرېکټ نړیوالې ټولنې د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته دوی داسې روزونکي ته اړتیا لري چې نړیواله تجربه ولري.

ښاغلي لال چند راجپوت شاوخوا یو کال مخکې د افغانستان له ملي لوبډلې سره یو ځای شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل له بي بي سي پښتو سره خبرو کې لال چند راجپوت ډېر ښه روزونکی وباله او د افغان لوبډلې په پرمختګ کې يې د ده ونډه وستايله.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مرستیال عزیز الله فضلي وايي، راجپوت تر ډېره په خپل هېواد هندوستان کې اوسېده او د هغه د روزنې پر مهال ملي لوبډلې ښې لاس ته راوړنې هم درلودې.

د کرېکټ بورډ چارواکي وايي دوی اوس د کورنیو او بهرنیو روزونکو غوښتنلیکونو ته په تمه دي او وروسته به یو ښه تجربه لرونکی روزونکی په دنده وګوماري.

د کرېکټ بورډ مرستیال حاجي عزیزالله فضلي وايي، ښاغلی راجپوت تر ډېره آرام شخص و او د کرېکټ په کورني سیاست کې یې له لاسوهنې ډډه کوله او ترې لیرې و.

ښاغلي راجپوت شاوخوا شل کاله د کرېکټ لوبډلو د روزنکي په توګه په هندوستان کې دنده ترسره کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای