CRI Online

د افغانستان په جنوب کې د ځانمرګي بريد له امله پنځه تنه وژل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-24 08:51:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان چارواکي د اګست په ۲۳مه نېټه وويل، چې په همدې ورځ د دغه هېواد په هلمند ولايت کې د موټر بم ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او دوه څلوېښت تنه نور ټپيان دي.

دغه چاودنه د همدې ورځې د سهار په يوولسو بجو د دغه ولايت د مرکز لښکرګاه د پوليسو ادارې ته نژدې وشوه چې له امله يې د دوو سرتيريو، دوو ښځو او يوې نجلۍ په شمول پنځه تنه وژل شوي دي.

د دغه ولايت وياند وويل، چې زياتره مړه او ټپيان عام وګړي دي او په دې جمله کې يو شمېر کسان سخت ټپيان شوي دي. دغه راز، په چاودنه کې يو شمېر ودانۍ هم ويجاړې شوې دي.

طالبانو د دغې چاودنې پړه پر غاړه اخيستې ده.(غوټۍ)


1  2  3  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای