CRI Online

د برازيل پوهانو د برازيل هېوادونو تر منځ د همکاريزو لاس ته راوړنو لوړه ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-24 21:11:52

د بريکس هېوادونو تر منځ د همکارۍ ميکانيزم تر اوسه پوري د لسو کلونو لپاره عملی شوی دی. په دې لسو کلونو کې تر کوښښونو لاندې د بريکس هېوادونه د نړۍ د اقتصادي پرمختګ عمده انجن ګرځيدلی دی، په نړيوالو سياسي او افتصادي چارو کې مهم رول لوبوي او د پرمختيايي هېوادونو د مقام لوړتيا لپاره يې ستر خدمتونه تر سره کړي دي. په همدې وخت کې د بريکس هېوادونو په دننه کې همکارۍ په پر له پسي ډول ټينګې شوې او تګ راتګ ورځ په ورځ زيات شوی دی. په وروستيو ورځو کې د برازيل کارپوهانو وويل د بريکس هېوادونو تر منځ همکاريزې لاس ته راوړنې زياتې دې او دغه هېواد ورڅخه ډېرې ګټې اخيستلی دی.

د برازيل د څيړنيز ارګان د وارګاس صندوق د ادارې پوهنځي پروفيسر جوسي پوپيم د برازيل هېوادونو د دواملرونکي پرمختګ د تګلار په څيړنې لاس پوري کوي، د بريکس هېوادونو د لاس ته راوړنو د يادونې په وخت کې وويل (اواز)

د اقليمي بدلون په مقابل کې د بريکس هېوادونه په تيره بيا چين او برازيل د پاريس تړون د لاسليکولو عمده هڅونکي هېوادونه دي. ځيني پرمختللي هېوادونه ټينګې رويې نه لري، او د بريکس هېوادونه په فعاله توګه خپله دنده پر غاړه لري، چين په دې ترڅ کې هم مخکنې رول لوبولی او لوبوي يې چې د نويو انرژيو د کارولو لارښوونکی ګرځيدلی دی.

د پوپيم په نظر د بريکس هېوادونه سره يو ځای دي چې د دوی وړانديزونه او فعاليتونه په نړيوال کې ډېرې اغيزې لري او د ټولې نړۍ په اداره کول کې لا مهم رول لوبولی دی. د ده په اند برازيل د بريکس هېوادونو په همکاريز ميکانيزم کې زياتې لاس ته راوړنې تر لاسه کړې دي. (اواز)

د بريکس هېوادونه په نړيوالو چارو کې په ګډه سره کوښښ کوي، لا زياتې قوې لري. برازيل نه يوازي له پرمختلليو هېوادونو او شاو خواوو هېوادونو سره تګ راتګ کوي بلکې له نويو دوستانو سره ملګريتوب جوړوی چې نړيواله فضا پراخه شوې ده. بله خوا برازيل د بريکس له هېوادونونو سره همکارۍ نژدی کړی چې چين د برازيل تر ټولو لومړی لوی سوداګريز همکار دی او د اقتصاد او سوداګري په چارو کې د بريکس له نورو غړيو سره يې تګ راتګ هم ټينګ کړی دی.

لس کاله راهيسي برازيل او چين د بريکس په چوکاټ کې په بېلا بېلو ساحو کې په هراړهيزه توګه همکارۍ کړی او کوي يې. د وارګاس صندوق د چين او برازيل د څيړنې مرکز منشي يواندرو کاروالو په دې اړه وويل (اواز)

تېر کال په برازيل کې د چين د پانګونې عمومي ارزښت نژدې دوولس بيليارډ امريکايي ډالرو ته ورسيد، د روان کال تر اوسه پوري له شپږ بيليارډ امريکايي ډالرو څخه اوښتې دی، د برازيل په هکله چين ته د صادراتو ارزښت د عمومي صادراتي ارزښت يو په څلورمه برخه نيسي. په عين وخت کې د برازيل په چوکاټ کې د پوهنې، صنعتي او سوداګريزو چارو او د ځوانانو فورمونه په زياتو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ هڅولی دی.

اوس د بريکس هېوادونو د پرمختګ په هکله د نوي حالت او ننګونو له امله په نړۍ کې د بريکس د اغيزو کموالي خبر بيا رامنځ ته شوی. په دې هکله کاروالهو وويل د بريکس هېوادونو تر منځ همکارۍ به د دغه خبر تر بدې اغيزې لاندې نه وي. ګډې غوښتنې د بريکس ميکانيزم ته ټينګې قوې برابروي او په پر له پسي ډول به پرمختګ ومومي. (اواز)

د بريکس پنځه هېوادونه پرمختګ د نړيوالو کيدو، ښاري کيدو او د چاپيريال ککړتيا په شمول له ورته مسئلو سره مخامخ دي. دوی د ټولې نړې د ادارې سيستم د اصلاحاتو لپاره کوښښ کوي او د عادلانه او معقول نړيوال ميکانيزم ساتي. د ګډو غوښتنو له مخې به د بريک هېوادونو تر منځ د همکارۍ راتلونکې پراخه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای