د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش څو ورځې مخکې دا ويلي دي چې په راتلونکې يوه مياشت کې به بريښنايي پېژندپاڼې افغانستان کې وکارول شي. د دې تر څنګ، په کابل کې به د بريښنايي پېژندپاڼو د ورکولو څلور مرکزونه پرانستل شي.
د خبر له مخې، په نوې الکترونيکي پېژند پاڼه کې د کسانو تابعيت، ملت، د موټر لايسنس، لاسليک شوی نوم، په ټولټاکنو کې د رايې ورکونې لمبر ثبت کېږي. الکترونيکي پېژند پاڼې د هېواد د ادارې کولو او د امنيتي حالاتو د ثابتولو لپاره ګټورې دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |