CRI Online

د سوريي د سياسي چارو د کارپوهانو په اند چين د سوريې مسئلې د حلولو په ترڅ کې مهم رول لوبولی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-08-25 16:52:22

د سوريې بحران له رامنځته کيدو راهيسي چين تل په فعاله توګه د دغې مسئلې د سياسي حل و فصل هڅولی او تر وسي پوري يې د سوريي خلکو ته مرستې برابرې کړې دي. د سوري د سياسي چارو د کارپوهانو په اند چين د سوريې مسئلې حلولو په ترڅ کې مهم رول لوبولی دی او د دغې مسئلې په هکله د چين دريځ عادلانه او د هرکلي وړ دی.

د سوريي د سياسي چارو څيړونکي دان الله وويل د سوريي او چين تر منځ اړيکې د جګړې تر اغيزې لاندې نه دی او چين تل د سوريې د ملي حاکميت د ساتنې او د دغه د تجزيې او جلا کيدو د مخنيوي لپاره زياتې هلې ځلې تر سره کړي دي. د ده په اند چين د سوريې مسئلې په هکله د م م د امنيت شورا په رايګيريو کې تل عادلانه دريځ غوره کړی چې له امله يې د سوريي هېواد دتجزيې او جلا کيدو او د پوځي تيري له ګواښونو څخه ژغورلی دی. دا به سوريايان تل ياد لري او په صميمي ډول به هېله لري چې په سياسي، اقتصادي او نظامي چارو کې له چين سره همکارۍ وکړي.

د چين حکومت د ۲۰۱۶ کال په مارچ مياشت کې د سوريي مسئلې په هکله د ځانګړي استازي په توګه شي شياو يان ټاکلی چې د چين په استازيتوب د سوريې مسئلې په هکله خبرو کې ګډون کوي او د منځني ختيځ د هېوادونو او د بېلا بېلو ډلو تر منځ منځګړيتوب هڅوي. د سوريې مسئلې په هکله د ژنيو په خبرو اترو کې د سوريې د حکومت پلاوي غړي په توګه ښاغلي دان الله په دې نظر دی چې چين د سوريې مسئلې په هکله ځانګړی استازی ټاکلی چې دا په منځني ختيځ کې د چين فعال رول څرګندوي. هغه وويل چين د سوريې مسئلې د سياسي حل و فصل لپاره نه ستومانه کيدونکي کوښښونه کړي دي چې د بيلانس د هڅونې رول او ژورې اغيزې لري. دان الله وويل چين د اقتصادي او سياسي قوې د پياوړتيا سره سره د نړيوالو مسئلو او بحرانونو د حلولو په ترڅ کې لا مهم رول لوبولی او لوبوي يي. چين د نړيوالې ټولنې يو مهم ځواک دی چې د زياتو هېوادونو تر پاملرنې لاندې دی.

د سوريي د يوې ورځپاڼې عمومي ايډيټر او د سوريې او چين تر منځ د دوستانه ټولنې پخواني مشر عبد الله لاطيف ومولان وويل د سوريي په هکله د چين دريځ د سوريي حکومت او خلکو لپاره د هرکلي وړ دی. هغه وويل سوريه د بحران د سياسي حل و فصل غوښتنه کوي او چين تل په نړيواله ټولنه کې له سياسي لارې د سوريې مسئلې د حلولو لارې چارې وړاندې کړې دي. د سوريي مسئلې په هکله د ويانا، ژنيو او استانه په خبرو اترو کې چين ډېر مهم رول لوبولی دی.

په سوريه کې د مسلسلو جګړو له امله د دې هېواد اقتصاد مخ په ځوړ دی، د خلکو ژوند يې سخت کړی او زيات کډوال او کسان يې بې کوره کړي دي. په سوريه کې د بشري بحران د ښه والي په موخه چين سوريي او شاو خوا هېوادونو ته د په سل ګونو ميليونو يوانو بشري مرستې برابرې کړې دي. په ورته وخت کې چين د سوريي له حکومت سره د اقتصادي او تخنيکي همکارۍ په هکله د دغه هېواد له حکومت سره څو تړونونه هم لاسليک کړي چې د اقتصادي ستونزو د کموالي لپاره ورسره مرسته کوي. په دې هکله ومولان د چين د حکومت لوړه ارزونه وکړه او ويي ويل چې چين سوريې ته د درملو، د درملنې ماشينونو په شمول زيات مالونه او پيسي ورکړي، دغه راز د سوريي ګاونډيو هېوادونو ته د سوريي کډوالو ته مرستې برابرې کړي چې دغه عمل د سوريايانو زياتې ستاينې تر لاسه کړې دي. هغه هېله لري چې سوريه او چين په راتلونکې کې د اقتصاد او سوداګرۍ په ساحه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د چين تصدۍ د سوريي په بيا رغونه کې رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای