CRI Online

د افغانستان په کابل کې پر يو جومات په بريد کې ۱۳ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-26 15:43:46

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند د اګست په ۲۵مه نېټه وويل چې په همدې ورځ يو شمېر وسله والو په کابل کې پر يو جومات بريد وکړ چې له امله يې ۱۳تنه وژل او ۳۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

نوموړي وياند وويل چې تر اوسه پورې ټول وسله وال وژل شوي دي او ټپيان شاوخوا روغتونونو ته لېږدول شوي دي.داعش د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای