د سين هوا اژانس د خبر له مخې،افغان خبري رسنيو د اګست په ۲۶مه نېټه خبر ورکړ چې په ۲۵مه نېټه په کابل کې پر يو جومات په بريد کې څه د پاسه ۳۰ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۸۰ تنه ټپيان شوي دي.
يو شمېر وسله والو په ۲۵مه نېټه د کابل ښار په شمالي برخه کې پر يو جومات بريد وکړ.د خبر له مخې،لږ تر لږه ۴ وسله والو په بريد کې برخه درلوده چې په کې ۲ تنه ځانمرګي بريد وکړ او نور ۲ تنه د پوليسو له خوا وژل شوي دي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ۲۵مه نېټه د دې پېښې غندنه وکړه.داعش د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |