CRI Online

د چين د ۱۳مې دورې سپورټي لوبې پرانيستل شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-08-28 09:06:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ۱۳مې دورې سپورټي لوبې د اګست د ۲۷مې نېټې په شپه په تيان جين ښار کې پرانيستل شوې.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او د لوبو پيل يې اعلان کړد المپيک لوبو نړيوالې کمېټې مشر ټوماس باچ او د اسيا د اولمپيک لوبو شورا مشر احمد الفهد الصباح په پرانيستونکو مراسمو کې هم ګډون کړی و.

د راتلونکو ۱۲ ورځو په لوبو کې به د ۳۸ ډلو له لس زرو نه زيات لوبغاړي د ۳۳ لويو او ۴۱۷ کوچنيو ډولونو په مسابقو کې برخه واخلي.

د چين د ۱۳مې دورې سپورټي لوبې به د سپتمبر په ۸مه نېټه پای ته ورسيږي.

(ياسمين)

اړوند عکسونه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای