CRI Online

شي جين پينګ د اسيا د اولمپيک لوبو شورا له مشر احمد الفهد الصباح سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-28 09:24:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۷مه نېټه په تيان جين ښار کې د اسيا د اولمپيک لوبو شورا له مشر احمد الفهد الصباح سره وکتل.

شي جين پينګ د اسيا د اولمپيک لوبو له شورا مننه وکړه چې د اوږدې مودې راهيسې يې د چين او اسيا د سپورټي چارو د پرمختګ لپاره مثبت خدمتونه کړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين به د اسيا د اولمپيک لوبو شورا د کارونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د ۲۰۲۲ کال د اولمپيک ژمنۍ لوبې به په بېجينګ کې تر سره شي، دا د چين د سپورټ او د اولمپيک د نړيوالو لوبو د پرمختګ لپاره ښه فرصت دی. د يو ځواکمن سپورټي هېواد ابادي د چين په ملي پرمختګ کې يوه مهمه برخه ده.

احمد د اسيا د اولمپيک لوبو له شورا څخه د چين د ملاتړ مننه وکړه او و يې ويل، چې د اسيا د اولمپيک لوبو شورا به په مداومه توګه له چين سره نژدې همکاري وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای