د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست د اوه ويشتمې نېټې له غرمې وروسته په تيان جين ښار کې د المپيک لوبو د نړيوالې کمېټې له رئيس توماس باچ او د اسيا د المپيک لوبو د شورا له رئيس احمد الفحاد الاحمد السباح سره وکتل.
شي جين پينګ له ښاغلي باچ سره د ليدنې په وخت کې وويل، اوس د بېجينګ د ژمنيو المپيک لوبو مقدماتي کار په مثبت ډول روان دی. چين به د دې لوبو په باب خپل ټولې ژمنې ادا کړي او د دې لوبو د تر سره کولو په فرصت د خلکو روغتيايي سويه به لوړه کړي.
شي جين پينګ له شاغلي احمد السباح سره د ليدنې په وخت کې د چين او اسيا د سپورټي چارو د پرمختګ په ساحه کې د اسيا د المپيک لوبو شورا لخوا له برابر شويو خدمتونو څخه مننه څرګنده کړه او و يې ويل، چين به په پر له پسې ډول د دې شورا ملاتړ وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |