CRI Online

د بېجينګ د کتابونو د ۲۴مې دورې نړيوال نندارتون پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2017-08-28 10:43:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بېجينګ د کتابونو د ۲۴مې دورې نړيوال نندارتون د اګست په ۲۷مه نېټه پای ته ورسيد. د لومړې شمېرنې له مخې، په دې نندارتون کې د کتابونو د چاپ حق په اړه د معاملو ۵۲۶۲ تړونونه لاسليک شوی چې دا شمېر د تېرې دورې په نسبت ۴.۹٪ زيات شوی. په دې جمله کې د چاپ حق په اړه د صادراتو او همکاريزو چاپونو تړونونه ۳۲۴۴ ته او د وارداتو تړونونه ۲۰۱۸ ته رسيدلی چې د تېرې دورې په پرتله په جلا جلا توګه ۵.۵٪ او ۳.۹٪ زيات شوي دي.

په دې نندارتون کې د نويو کتابونو د خپرېدو، د جايزو مراسمو، غونډو، فورمونو او نندارو په شمول نژدې زر فعاليتونه تر سره شول. د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ۲۸ پرتو هېوادونو په شمول ۸۹ هېوادونو او سيمو په نندارتون کې ګډون کړی و.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای