د سينهوا اژانس د خبر له مخې. د اطريش ولسمشر السکزاندر فان دير بلن د اګست په اوه ويشتمه نېټه وويل، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه دې د ګډو اصولو د ساتني لپاره خپلمنځي وحدت پياوړی کړي، له سترو نړيوالو مسئلو سره د مقاومت په وخت کې د عملياتو يو ځای کړي او د غړو هېوادونو تر منځ د يو ځايښت بهير پرمخ بوزي.
هغه وويل، اوس دې د اروپا بېلا بېل هېوادونه د يوې اروپا او د ليسبون تړون د اصولو بيا مراعات وکړي، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا بېلېدل سخته سياسي تيروتنه ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |