CRI Online

د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان په لومړي ځل په چين کې د ذروي امنيت د ضمانت ځانګړې ارزونه پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-28 14:49:20

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د اټومي انرژۍ ملي سازمان په بلنه، د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان د اګست په ۲۸مه نېټه په لومړي ځل په چين کې د ذروي امنيت د ضمانت ځانګړې نړيواله ارزونه پيل کړه. د ارزونې په لس ورځني جريان کې به د نړيوال ذروي امنيت د ضمانت په اړه د نويو نظريو، تر ټولو لوړو معيارونو او مناسبو تمرينانو سره سم د چين د ذروي امنيت د ضمانت سيستم او د ذروي تاسيساتو د امنيت ساتنې توان په برخو کې ارزونه تر سره شي او په دې اړوند به د بشپړوالي وړانديزونه وړاندې شي، تر څو د چين د ذروي امنيت کارونه له نړيوالو غوښتنو سره سمون ولري او کچه يې لوړه شي. پخوا په امريکا، بريتانيا او فرانسه کې دغه ارزونې تر سره شوې وې.

په ۲۰۱۴ کال کې د هاګ د ذروي امنيت په سرمشريزه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ اعلان وکړ چې چين به د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان ته په چين کې د ذروي امنيت د ضمانت په اړه د نړيوالې ارزونې بلنه ورکړي.

په همدې ورځ د چين د اټومي انرژۍ سازمان مرستيال وانګ يي ژن د ارزونې په لومړۍ غونډه کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای