CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپورټ په ساحه کې له غښتلو استازو سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-08-28 16:07:59

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۷مه نېټه په تيان جين ښار کې د عادی خلکو د سپورټ د غښتلو ارګانونو او شخصي استازو او په سپورټي سيستم کې د مخکښو ډلو او د کارکوونکو له غښتلو استازو سره ملاقات وکړ او مهمه وينا يې وکړه. رئيس شي جين پينګ وويل د سپورټ په چارو کې د قوي هېواد د ابادۍ په ترڅ کې بايد د عادی خلکو دبدني روغتيا غوښتنو او د خلکو د هراړخيز پرمختګ پر بنسټ د سپورټ کارونه پرمختګ وموندل شي.

رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۷مه نېټه د تيان جين هوټل په سالون کې د سپورټ په ساحه کې د هېواد له څه دپاسه ۷۵۰ تنو استازو سره وکتل او ورسره يې خبرې وکړې او عکسونه يي واخيستل. رئيس شي جين پينګ د يوې مهمې وينا په ترڅ کې وويل سپورټ د هېواد د قوت او د ملت د سمسورتيا له خوب سره ټينګې اړيکې لري. د سپورټي کارونو پياوړتيا ته بايد پاملرنه وشي او په جدی ډول دې پلانونه جوړ شي او عملی شي، په پر له پسي توګه دې د سپورټي چارو د پرمختګ نوې پاڼه خلاصه شي او د سپورټ په ساحه دې د غښتلي هېواد جوړولو لپاره کوښښ وشي. هغه وويل (اواز)

که سپورټ قوی وي، چين به قوي وي، که چين سمسور وي، سپورټ به پرمختګ ومومي. د سپورټ په ساحه کې د يو قوي هېواد ابادي بايد د سپورټ چارې په لوي پلان کې شاملې وي چې د سپورټ اصلاحات تر سره شي، د سپورټ نظريې نوښت ومومي، د عادی خلکو د سپورټ، د سپورټي سياليو او د سپورټي چارو تر منځ د همغږۍ پرمختګ وهڅول شي.

د ديارلسمې دورې د چين سپورټي لوبې د اګست په اووه ويشتمه نېټه ماښام په تيان جين ښار کې پرانيستل شوې. رئيس شي جين پينګ دا پيژني چې د عادی خلکو لپاره ځيني سپورټي سيالې د چين په سپورټي لوبو کې شاملې وي او پر دې يې ټينګار کړی چې د سپورټ په ساحه کې د قوي هېواد جوړولو په ترڅ کې بايد د خلکو غوښتنو ته لومړيتوب ورکړل شي. رئيس شي جين پينګ وويل (اواز)

خلک بايد د سپورټي چارو د پرمختګ په بهير کې عمده رول ولوبوي او د خلکو د بدني روغتيا غوښتنې دې پوره شي. زموږ سپورټ د خلکو د هراړخيز کيقيت د لوړتيا د خلکو د روغتيا د ساتلو په موخه دي .دا ډېر ښه دی چې د عادي خلکو لپاره ځيني سپورټي سيالې د چين په سپورټي لوبو کې شاملې دی اود کوچنيانو او زړو کسانو په شمول عادی خلک به په کې برخمن وي. د سپورټي لوبو د جوړولو رول به ولوبول شي.

رئيس شي جين پينګ وويل د سپورت په ساحه کې د قوي هېواد بنسټيزه نښه نه يوازې د سپورټي سيالې د توان قويوالی دی، بلکې د عادی خلکو د سپورټ بڼه هم ده. د چين اخلاق او د چين د سپورټ روحيې به نه يوازي په نړيوالو سپورټي لوبو کې له طلايي مډالونو سره اړيکې لري، بلکې پر سپورټ د ټينګارولو روحيه ډېره مهمه دې. زما په نظر دا د چيني ملت بنسټ دی، موږ بايد پر دغې روحيې ټينګار وکړو.ستونزې حل کړو او د ځان په پرتله لا پرمختګونه ومومو.

رئيس شي جين بينګ وويل سپورټ د ځواني قوې، روغتيا، تندرستۍ او د خلکو د نيکمرغۍ او د ملت له راتلونکې سره اړيکې لري. د چين د کمونست ګوند د نولسمې دورې ملي کانګرس به تر سره شي، د چين د سپورټي لوبو ښه تر سره کول به د دغه کانګرس لپاره د هوساينې چاپيريال جوړ کړي. هغه هېله څرګنده کړه چې د چين سپورټي چارو کې په پر له پسي ډول نوی پرمختګ تر لاسه شي او په دې چارو کې يو قوي هېواد جوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای