CRI Online

چين د دې خبر پخلی وکړ چې هندي سرتيري او تجهيزات يې بېرته هندي سرحد ته ستانه شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-28 16:17:02

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۲۸مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د همدې ورځې له غرمې وروسته ۲ نيمو بجو، هند د چين له دونګ لانګ سيمې څخه سرتيري او تجهيزات هندي خوا ته ايستلي، د پېښې په ځای کې چيني کارکوونکو دا خبر تاييد کړی. د دې ترڅنګ د چين د بهرنيو چارو وزارت پر دې ټينګار وکړ چې چين به په پر له پسې توګه د تاريخي سرحدي تړونونو سره سم ملي واکمني او د خاورې حاکميت وساتي.

د جون په ۱۸مه نېټه، د هند سرحدي پوځونه په ناقانونه توګه د چين او هند ترمنځ د سرحداتو د سکيم برخې له ټاکلې پولې څخه د چين دونګ لانګ سيمې ته ننوتل. چين په ډيپلوماتيکه لاره په زياتو ځلو هند ته احتجاج کړی، نړيوالې ټولنې ته يې حقيقت بيان کړی او له هند څخه يې غوښتننه کړې چې سمدلاسه پوځونه خپلې خوا ته وباسي. په عين وخت کې چيني پوځونو د هېواد د خاورې حاکميت او قانوني حقوقو د ساتلو لپاره ځواکمن تدبيرونه نيولي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۲۸مه نېټه د خبر په خپرولو سره بيا پر دې ټينګار وکړ چې د چين حکومت له هند سره د ښه ګاونډيتوب ټينګوالي ته په درنه سترګه ګوري، هيله لري چې هند په جدي توګه د تاريخي سرحدي تړونونو مراعات وکړي او د يو بل د خاورې حاکميت د درناوي پر بنسټ له چين سره د سرحدي سيمې د سولې او ارامتيا د ساتلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګوالي لپاره ګډې هڅې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای