CRI Online

ټول هندي سرتيري بېرته هندي سرحد ته ستانه شول

cri     (GMT+08:00) 2017-08-28 16:46:51

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت د اګست د ۲۸مې نېټې تر غرمې وروسته خبر ورکړ چې د چين او هند ترمنځ د سرحدي کرښې د سکيم له لارې چيني خاورې ته ننوتلي ټول هندي سرتيري او تجهيزات هندي خوا ته واوښتل.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ په همدې ورځ په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د جون په ۱۸مه نېټه د هند سرحدي ځواکونو په ناقانونه توګه د چين او هند ترمنځ د سرحداتو د سکيم برخې له ټاکلې پولې څخه د چين دونګ لانګ سيمې ته ننوتل.چين له ډيپلوماتيکې لارې څو ځلې هند ته احتجاج وکړ او له دې سره سره چيني ځواکونو د هېواد د خاورې حاکميت او قانوني ګټو د ساتلو لپاره غښتلي تدبيرونه هم نيولي وو.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای