د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان د اګست په ۲۸مه نېټه خبريالانو ته وويل چې د جون له ۱۸مې نېټې د هند سرحدي ځواکونه په ناقانونه توګه د چين دونګ لانګ سيمې ته ننوتلي وو چې له امله يې د چين او هند ترمنځ د سرحدي سيمو حالات ترينګلی شوی و.د چين ځواکونو له دې سره ټينګ مخالفت وکړ او بيړني تدبيرونه يې ونيول څو چې په پوره توګه د هېواد د خاورې حاکميت او قانوني ګټې وساتي.
د اګست د ۲۸مې نېټې تر غرمې وروسته په ۲ بجو او ۳۰ دقيقو هندي سرتيري او تجهيزات هندي خوا ته واوښتل او په سيمه کې چيني کارکوونکو هم دا خبر تاييد کړی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |