د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو اقتصادي او تجارتي اړيکو څانګې مشر جانګ شاو ګنګ د اګست په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې الکترونيکي سوداګري به د بريکس(BRICS) هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکارۍ مهمه مسئله وګرځي.
په اګست کې د بريکس هېوادونو د اقتصادي او تجارتي وزيرانو په غونډه کې، برخوالو خواوو د الکترونيکي سوداګرۍ په برخه کې د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ غوښتنه تصويب کړه او پريکړه يې وکړه چې د همکارۍ د پياوړتيا لپاره به د بريکس هېوادونو د الکترونيکي سوداګرۍ ډله جوړه کړي.
جانګ شاو ګانګ وويل، چې د بريکس هېوادونو صنعتي او تجارتي شورا د الکترونيکي سوداګرۍ د ټولنې جوړونه په پام کې لري، تر څو د حکومت او تصديو ترمنځ تګ راتګ ټينګ او د بريکس هېوادونو الکترونيکي سوداګري پرمختګ ومومي.
نوموړي وويل، چين پلان لري چې د روان کال په پای کې د بريکس هېوادونو د اړوندو چارواکو، څېړونکو او د تصديو د استازو لپاره د الکترونيکي سوداګرۍ په اړه د روزنې ټولګی جوړ کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |