CRI Online

يانګ جيه چه د م م د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د درالانشا له اجراييوي مشرې سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-29 11:03:50

د سينهوا ژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي يانګ جيه چه د اګست په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې د م م د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د درالانشا له اجراييوي مشرې پتريسيا اسپينوسا سره وکتل.

يانګ جيه چه وويل، چې د اقليمي بدلون پرضد مبارزه د انسانانو له برخليک سره اړه لري او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته اړتيا لري. د چين حکومت دې مسئلې ته په درنه سترګه ګوي او له اقليمي بدلون سره مقابله د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پياوړتيا په پالسۍ کې د يوې مهمې برخې په توګه ټاکلې.

اسپينوسا وويل، چې چين د اقليمي بدلون د نړيوال تړون په عملي کولو کې مخکښ دی او ډېرې لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې دي. درالانشا د چين اغېرې او رول ته په درنه سترګه ګوري او له چين سره د همکارۍ د پياوړتيا هيله لري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای