CRI Online

پر چين باندې د جاپان په تيری کوونکې جګړه کې د ۷۳۱ نمبر جاپاني پوځ د جرمونو کتاب په چين کې له چاپه ووت

cri     (GMT+08:00) 2017-08-29 11:17:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جاپاني ليکوال فويوکو نيشيساتو له خوا ليکل سوی د ۷۳۱ نمر جاپاني پوځ د جرمونو په اړه مستندکتاب چې نوم يې دی (( تر برچو او ديوالونو لاندې: د ۷۳۱ نمر جاپاني پوځ اسرار))، د اګست په ۲۸مه نېټه د چين په شن يانګ کې له چاپه ووت. په دې کتاب کې له ګڼ شمېر زيامن شويو کسانو او د ۷۳۱ نمبر د جاپاني پوځ له پخوانيو سرتيرو سره د ليکوال ملاقاتونه په واقعي توګه ثبت شوي او په چين کې د ياد پوځ جرمونه خپاره شوي دي.

د دې کتاب ژباړونکي وانګ تيا جون وويل، چې په دې کتاب کې د جاپان د زياتو اړوندو کتابونو او سندونو معلومات شامل دي او په لومړي ځل ځيني تاريخي سندونه او عکسونه خپاره شوي دي، له دې څخه ښکاري چې جاپاني پوځونو پر چين باندې په تيرې کوونکې جګړه کې د جنګي بنديانو پر وړاندې غيرانساني چلند کړی او د ۷۳۱ نمبر پوځ په زندان کې يې د بنديانو ميکروبي ازموينې تر سره کړې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای