CRI Online

د م م په اړه د اقليمي بدلون څانګې مسئوله: چين د پاريس تړون د عملي کولو لارښوونکی هېواد دی

cri     (GMT+08:00) 2017-08-29 16:02:25

د م م د اقليمي بدلون د چوکاټي تعهد نامې په اړوند د دارالانشا اجرائيوي منشې پاتريسيا يسپينوسا چې اوس له چين څخه ليدنه کوي، د اګست په ۲۸مه نېټه وويل چين د پاريس تړون او د اقليمي بدلون د چوکاټي تعهد نامې د عملي کولو لارښوونکی هېواد دی. هغې وويل د چين په شيا من ښار کې د بريکس هېوادونو د مشرانو تر منځ په کتنه کې به د انرژۍ سپمولو او د شنو خونو ګازونو د ايستنې اندازې د کموالي هدف د ريښتنې کولو لپاره لا زياتې ګډې نظريې تر لاسه شي.

د اقليمي بدلون په اړه د م م د بون غونډه په د روان کال د نومبر له ۱۶مې نيټې څخه تر ۱۷مې نيټې پوري د المان په بون کې تر سره شي چې د غونډې هدفونه د پاريس تړون لپاره د لارښوونکو اصولو او پرمختيايي هېوادونو ته د مالي ملاتړ د برابرولو په اړوند د پلانونو جوړول دي. ميرمن يسپينوسا چين ته د سفر د موخې په هکله وويل (اواز)

د پاريس تړون مو لاسليک کړی دی، خو دا يوازې چوکاټي تړون دی، نو موږ بايد د بريکس هېوادونو په غونډه کې د تړون لارښوونکی اصول تصديق کړو تر څو دغه تړون په هراړخيزه توګه عملی شي. نو دغه غونډه ډېره مهمه ده. په دې غونډه کې به د چين رول د پاملرنې وړ وي چې دا به چين ته زما په سفر کې ياده شي. دا ځل چين ته زما د سفر وخت ډېر کلی دی چې زه به په چين کې د پاکو انرژيو او تخنيکونو پرمختګ او د تګلارو د شکل د بدلون په چارو کې د واقعي لاس ته راوړنې کتلی شم

۲۰۱۵ کال د م م د اقليمي بدلون د چوکاټي تهعد نامې نژدي دوو سوو لاسليک کوونکو خواوو د اقليمي بدلون په اړه د پاريس په غونډه کې د پاريس تړون لاسليک کړ چې له ۲۰۲۰ کال وروسته د اقليمي بدلون لپاره يې اجنډا جوړه کړه. په دغه تړون کې عمده هدف په روانې بيړۍ کې په ټوله نړۍ کې د منځنۍ تودوخې د لوړوالي اندازه تر دوو سانتي ګراد پوري کنټرولول دي. چين به تر ۲۰۲۰ کال پوري له څلويښت څخه تر پنځه څلويښت سلنې پورې د کاربن د ايستنې اندازې د کموالي هدف پوره کړي او د اقليمي بدلون په اړه د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ صندوق د کارونو هڅونه به وکړي او د اقليمي بدلون په برخه کې به د نورو پرمختيايي هېوادونو ملاتړ وکړي.

ميرمن يسپينوسا په دې وروستيو کلونو کې د اقليمي بدلون په مقابل کې د چين د کوښښونو لوړه ستاينه وکړه او ويې ويل (اواز)

په مسلسلو څو کلونو کې چين د اقليمي بدلون په اړه د تعهد نامې د عملي کولو لارښوونکی هېواد ګرځيدلی دی او په دې ساحه کې په تيره بيا د پاريس تړون د عملي کولو په برخه کې زياتې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. زيات شمير هېوادونه د چاپيريال او هوا مسئلو د حلولو په برخه کې د چين د نظريو او عملونو په اړه زياتې هيلې لري.

د بريکس هېوادونو د مشرانو تر منځ کتنه به ژر د چين په شيا مون ښار کې تر سره شي. ميرمن يسپينوسا باور څرګند کړ چې دغه غونډه به هرومرو برياليتوب ومومي او په راتلونکې کال کې د شنوخونو ګازونو د ايستنې اندازې د کموالي هدف د پوره کولو لپاره ګډې نظريې تر لاسه کړي. (اواز)

پرمختيايي هېوادونه د اقليمي بدلون د تعهد نامې په هکله خبرو اترو کې مهم رول لوبوي. په اکثره حالاتو کې په پرمختيايي هېوادونو کې د شنو خونو ګازونو د ايستنې اندازه کمه وي چې هميشه د پرمختلليو هېوادونو لخوا پرې انتقاد شوی. موږ باور لرو چې د بريکس هېوادونه به ګډې نظريې تر لاسه کړي، يو له بل سره به تفاهم او همکارۍ وکړي او په ۲۰۱۸ کال کې د انرژيو د سپمولو او د شنوخونو ګازونو د ايستنې اندارې د کموالي هدف د پوره کولو لپاره به همکارۍ پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای