CRI Online

په کابل کې د بريد له امله ۴ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-29 16:18:49

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د اګست په ۲۹مه نېټه خبرورکړ چې په همدې ورځ په کابل کې د يو بريد له امله لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي دي.

پر ځايي وخت د ۲۹مې نېټې سهار په ۱۰ بجو ۲ دقيقو ياد بريد رامنځته شو چې موخه يې د مسعود او عبدالحق د څلور لارو ترمنځ د کابل بانک نماپنده ګي وه.اوس د پېښې ځای د پوليسو له خوا کلابند شوی او ټپيان شاوخوا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت خبر ورکړ چې د بريد له امله ۸ تنه ټپيان شوي دي.تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای