CRI Online

د چين سرحدي ځواکونه به په دونګ لانګ سيمه کې په پر له پسې توګه ګزمې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-29 17:03:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اګست په ۲۹مه نېټه وويل چې ټول هندي سرتيري او تجهيزات هندي خوا ته اوښتي،د چين سرحدي ځواکونه به په دونګ لانګ سيمه کې په پر له پسې توګه ګزمې وکړي.

وياندې هوا په همدې ورځ په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې په دې سيمه کې د سرتېريو او خلکو د توليد او ژوند شرايطو د ښه والي لپاره چين له اوږدې مودې راهيسې په دونګ لانګ سيمه کې د سړکونو په شمول د بنسټيزو تاسيساتو د ابادولو لپاره کوښښ کوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای