د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اګست په ۲۹مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د م م امنيت شورا د شمالي کوريا د توغنديو د توغولو په اړه ښکاره مقررات لري.اوس اړوندې خواوې بايد خپل زغم وساتي او په ګډه د کوريا ټاپووزمۍ سوله او ثبات وساتي.
د خبر له مخې،شمالي کوريا په بريالۍ توګه د منځني واټن توغندي د توغولو اعلان وکړ.د اړوندو هېوادونو په اند د شمالي کوريا دغه عمل د امنيت شورا له اړوند موافقه ليک څخه سرغړونه ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |