CRI Online

چين به د جنوبي سمندري سيمې له هېوادونو سره همکاري وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-29 19:02:28

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اګست په ۲۹مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين به په پر له پسې توګه د جنوبي سمندري سيمې له هېوادونو سره همکاري وکړي.

وياندې هوا وويل چې چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه به د روانې مياشتې په ۳۰مه نېټه د فليپين په مانيلا کې د جنوبي سمندر د بېلا بېلو خواوو د عملياتو د پلي کولو اعلاميې د پلي کولو په اړه د ګډې کاري ډلې ۲۲مه غونډه تر سره کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای