د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس،د مرکزي پوځي کميټې رئيس او په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو د پياوړتيا د مرکزي لارښوونکې ډلې مشر شي جين پينګ د اګست د ۲۹مې نېټې تر غرمې وروسته د يادې ډلې د ۳۸مې غونډې مشري وکړه او يوه وينا يې وکړه.هغه خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې چين دې په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو د ژورتيا لپاره دې د کمونېست ګوند لارښوونه پياوړې کړي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو دايمي غړي او د يادې ډلې مرستيال لي که چيانګ او ليو يون شان هم په غونډه کې ګډون درلود.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |