د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اګست په ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې د بريکس (BRICS) هېوادونو د مشرانو ترمنځ نهمه غونډه به د سپتمبر له ۳مې نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې د چين د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې تر سره شي چې اصلي موضوع يې (( د بريکس د ملګرتيا ژوروالی او د لا روښانه راتلونکې جوړونه )) ده. د غونډې تر څنګ به د همکارۍ د ژوروالي او د ګډ پرمختګ د هڅونې په عنوان د تازه سمسوري اقتصادي ځواکونو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ ډيالوګ تر سره شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د يادې غونډې او ډيالوګ مشري وکړي او د بريکس هېوادونو د صنعتي او تجارتي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې به ګډون وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |