د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين او آسيان د تجارتي چارو او پانګونې د سرمشريزې غونډې د منشيانو دفتر د اګست په نهه ويشتمه نېټه وويل، د چين او آسيان د تجارتي چارو او پانګونې څوارلسمه سرمشريزه غونډه به د سپتمبر له دوولسمې نېټې څخه تر پنځلسمې نېټې پورې د چين د ګوانګ شي ولايت په نان نينګ ښار کې تر سره شي. دغه غونډه به د دواړو خواوو تر منځ د تجارتي همکارۍ يوه صحنه جوړه کړي.
د مالوماتو له مخې، د يوويشتمې پېړۍ د ورېښمو سمندري لارې ګډه اباډي او د سياحت په وسيله د سيمه ييز واحد اقتصاد ابادي او سمسورتيا د دې غونډې اجنډا ده. (شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |