د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د لوېديځي اسيا او افريقا پلټنيز مرکز د اګست په نهه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې د يو ژېړ کتاب په خپرولو سره دې ته اشاره کړې چې د صنعتي سيمو جوړونه د چين او افريقا تر منځ د تجارتي همکارۍ مهمه لاره ده.
د مالوماتو له مخې، اوس په افريقا کې د چين لخوا د جوړو شويو صنعتي سيمو شمېر کابو سلو ته رسېږي چې له دې جملې څخه دېرش سيمې په کار لوېدلې دي. د صنعتي سيمو جوړونه د چين لخوا وړاندې شوې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو له غوښتنې او د افريقا د دوه زره او درې شپېتم کال له انکشافي موخې سره سمون لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |