CRI Online

د چين استازي د م م په امنيت شورا کې د سوله ساتنې په اړه د چين دريځ څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-08-30 15:07:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيه يي د اګست په ۲۹مه نېټه د سوله ساتونکو عملياتو په اړه د امنيت شورا په يوه مباحثوي غونډه کې د چين دريځ څرګند کړ. د نوموړي په اند د شخړو د مخنيوي، د سولې د ساتنې، د سولې د راوستلو او د دواملرونکې سولې په شمول څلورو مرحلو کې د م م کارونه جلا دي، خو يو له بل سره نښليدلي دي.

ليو جيه يي د سولې د ساتنې او ابادۍ په اړه څلور ټکي وړاندې کړل. لومړی، د سولې او ثبات ساتنه د شخړو د مخنيوي موخه ده، د شخړو د بېلا بېلو وضعيتونو او لاملونو سره سم بايد مشخص تدبيرونه ونيول شي. دوهم، د م م سوله ساتونکي عمليات بايد د م م د منشور او د سوله ساتونکو عملياتو د دريو اصولو مراعات وکړي او د اړوندو هېوادونو له حالاتو سره دې سمون ولري. درېيم، د سياسي امنيت او پرمختيايي توان پياوړتيا بايد د سولې په ابادۍ کې عمده موخه وي، جنجالي حالات بايد د پرمختګ او بيارغونې شکل ته واړول شي. څلورم، پرمختګ او امنيت ته بايد مهم ارزښت ورکړل شي، م م دې د شخړو سرچينې بيخي له منځه يوسي، نو دايمي سوله به رامنځته شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای