CRI Online

وانګ يي: چين د بريکس (BRICS) غونډې او فعاليتونو ته چمتو دی

cri     (GMT+08:00) 2017-08-30 15:39:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۳۰مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د تېر يو کال راهيسې مو د بريکس (BRICS) هېوادونو ترمنځ د ملګرتيا د ژوروالي په موخه د خپلمنځې اقتصادي، سياسي او کلتوري همکارۍ د پياوړتيا په برخو کې ډېرې هڅې کړي او برياليتوبونه مو تر لاسه کړې دي. موږ نه يوازې په بريالۍ توګه په هانبورګ کې د بريکس هېوادونو د مشرانو ترمنځ غير رسمي ملاقات تر سره کړی بلکې د امنيتي چارو په اړه د لوړ پوړو استازو د غونډې، د وزيرانو ترمنځ د غونډې او د اقتصاد او سوداګرۍ، تکنالوژۍ، صنعت، کلتور، ښوونې او چاپيريال په برخو کې يو لړ غونډې او فعاليتونه جوړ کړي او له ۶۰ نه زيات همکاريز تړونونه او ګډې نظريې مو تر لاسه کړې دي. په روان کال کې چين په شيا من ښار کې د بريکس هېوادونو د مشرانو ترمنځ د غونډې لپاره د تياري هراړخيزې چارې تر سره کړي او د دې غونډې د برياليتوب لپاره مو ټينګ بنسټ ايښی دی. شيا من د بېلا بېلو هېوادونو د درنو مېلمنو ښه راغلاست ته چمتو دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای