د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۳۰مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د بريکس هېوادونو د مشرانو په ۹مه غونډه او د نويو بازاري هېوادونو او د پرمختيايي هېوادونو د ډيالوګ په غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ګډون په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
وانګ يي وويل چې د بريکس هېوادونو د مشرانو ۹مه غونډه به ژر تر سره شي. رئيس شي به د بريکس هېوادونو له مشرانو سره يو ځای د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي.چين به د نويو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د ډيالوګ غونډه هم تر سره کړي.د بريکس هېوادونو،مصر، کينيا ،مکسيکو،تاجکستان او تايلنډ مشران به د چين په شيامن ښار کې د نويو بازاري او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه بحث وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |